قطر کې د حکومت او طالبانو د تماس ډلو ناستې ولې ځنډېدلي؟


قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او وسله والو طالبانو د تماس ډلو ناستې له تېرو دوو اونيو راهيسې ځنډېدلي دي.

يو شمېر سرچېنې وايي، د دغو ناستو د ځنډ لامل په کابل پوهنتون وروستی خونړی بريد او د امريکا ولسمشريزې ټاکنې دي.

په کابل پوهنتون د تېرې دوشنبې ورځې بريد په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول.

که څه هم وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه وانخيست؛ خو حکومتي چارواکي وايي، چې دغه بريد وسله والو طالبانو کړی دی.

د سرچينې په وينا د امريکا ولسمشريزې ټاکنې هم د ناستو د ځنډ يو بل ستر علت دی.

د چارو کارپوهان وايي، د امريکا ولسمشریزې ټاکنې به د سولې په پروسه ډېر اغيز ولري. د دوی په وينا، ښايي په امريکا کې د نوي حکومت په رامنځته کېدلو سره د سولې روانې خبرې له ځنډ سره مخ شي.

په قطر کې د سولې د خبرو له پيلېدو وروسته د افغانانو هيله دا وه، چې جنګ کم او يا بيخي ختم شي؛ خو سيګار تېره ورځ په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د سولې خبرو له پيل سره په افغانستان کې د طالبانو بريدونه ۵۰ سلنه زيات شوي دي.

  • 17 لړم 1399